تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث دﻱ

تفسیر پشتو

0 76,832

👈 ﴿آیا تاسو پوهېدئ﴾؟

﴿هره ورځ یو آیت﴾:

د نن ورځې درس کې، زه د یو ډېر زیات مهم آیت ترجمه تاسو ته وړاندې کوم چې، د دنیا او ژوند اصلي بڼه انسانانو ته څرګندوي.

★ ﴿اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ﴾ (الحدید ۲۰)

★ تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث، زینت او په خپل مینځ کې یو په بل باندې فخر كول دي، او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى.

👈 ﴿د مبارک ایت تفسیر﴾:

★ اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ

” تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث دی “

★ لعب: لوبې او عبث کارونه چې د جدیت خلاف دي.

★ لهو: هر هغه څه چې د هغې په وسیله لوبې (ساعت تیری) رامنځته شي او بېرته له منځه لاړ شي.

لعب د مال لاسته راوړل او لهو د ښځو سره لوبې او ساتېری کول دي، همدارنګه د دنیا ژوند چې هغې کې د آخرت لپاره هېڅ عمل ترسره نشي (زینت دی).

★ زینت: دنیایي غوښتنو ته ځان برابرول لکه مقام، لوړه چوکۍ، د قېمت بیه موټرو چلول، لوړې بنګلې، او ښایسته او قيمتي لباسونه دي.

★ او: همدغه د دنیا ژوند (ستاسو یو په بل باندې فخر کول دي)
چې ځینې له تاسو نه په ځینو نورو باندې ځانونه جګ ګڼي او ځانښودنه کوي.

تاسو په خپل وجود او فزیکي وړتیاوو باندې او هرهغه شی مو چې لاسته راوړي فخر کوئ.

د فخر څخه هدف په نسب او خپلوي باندې فخر کول دي لکه چې اعرابو به کاوه.

★ او ژوند ( د دنیا او مال د ډېرولو غوښتنه ده)

👈 نسفي وايي:

لعب، لکه د ماشومانو لوبې کول، او لهو لکه د ځوانانو لوبې، زینت لکه د ښځو آرایش، فخر لکه پۀ کورنۍ او د نورو دوستانو ځان جګ ګڼل  او تکاثر لکه د مال زیاتوالي غوښتنه د دهقان.

👈 ابن کثیر وايي:

” د دنیا غوښتونکو د کار پایله داسې ده”

★ لکه د باران په اورېدو چې د بزګر په مخ خوشحالي راولي “

په دې معنا چې: دنیا خپل ځان تاسو ته ښایسته کوي، او بیا د دې چټک ویجاړول د باران په څیر دي چې، بزګران ېې خوښوي ځکه چې  باران بوټي را شنه کوي.

★ دلته د” کفار “څخه هدف ” بزګران ” دی ځکه کفر د پټولو په مانا ده اوبزګران هم تخمونه په خاور کې پټوي ترڅو راشنه شي.

★او بیا وچ شي:

یعنې هغه شين بوټی پس له پخېدو نه مړه او وچېږي.

★ او بیا تاسو هغه زیړ او مات ووینئ

یعنې پس له وچېدو نه ټوټه ټوټه ښي او له منځه لاړ شي. نو د دنیا ژوند هم همداسې د یو شنه بوټي پشان مثال لري چې د څو ورځو لپاره تازه وي او وروسته له پخیدو نه له منځه لاړ شي.

★ او په اخرت کې سخت عذاب دی:
د الله تعالی دښمنانو ته.

★ او د خدای  لخوا بخښنه او دهغه رضا ده:

د الله جل جلاله اطاعت کوونکو او نېکو بندګانو ته.

★ او د نړۍ ژوند له ویاړ پرته بل څه ندي.

په دې معنا چې، د دنیا ژوند د هغه چا لپاره چې په دنیا غولیدلي او د آخرت لپاره عمل نه کوي یوازې غولیدنه ده او بس، اما هغه کسان چې د دنیا ترڅنګ د آخرت لپاره هم کار کوي، نو د نیا د دوی لپاره ګټه او هم د نېک عمل لپاره یوه ښه وسیله ده.
👈 (سعید بن جبیر وايي):

دنیا د غرور څیز دی، کله چې تا د آخرت څخه غافله کړي، مګر که دا د لوی خدای ج د رضا او د هغه د لیدو سبب وګرځي، نو دا څومره ښه دنیا او دارایي ده.

👈 په حدیث شریف کې راځي:

★ «للجنة‌ أقرب‌ إلي‌ أحدكم‌ من‌ شراك‌ نعله‌، والنار مثل ‌ذلك»

☆ ژباړه: په حقیقت کې جنت تاسو ته ستاسو له بوټانو نه نږدې ده او دوزخ هم همدارنګه.

الله جل جلاله دې مونږ د د حقیقت لیدونکې سترګې را نصیب کړي، ترڅو چې د ماشومانو پشان په لوبو مصروف نه شو او خپل آخرت برباد نه کړو.

الهم ربنا امین!

👈 قدرمنو دوستانو!

هیله ده د تفسیر دا سلسله ولولئ او له خپلو دوستانو سره مو شریکه کړئ، او د خپل ځان او ټولنې د اصلاح لپاره  کوښښ وکړئ، ترڅو د دنیا او اخرت کامیابي ترلاسه کړئ.

جزاکم الله خیرا!

لیکنه: استاد احمد (عارفي)

ژباړه: احسان الله (الموسوي)

www.dawatgar.com

💠

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

چهار × چهار =