هره ورز يؤ آيت

تفسیر سوره عصر

0 30,264

﴿آيا پوهېدئ﴾

(هره ورز يؤ آيت)

د نن ورځې د تفسير درس د عصر سورت پۀ اړه دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَالْعَصْرِ✪إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْر✪إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ✪

👈 العصر مکي سورت دی، او ځکه د العصر په نامه ياد شوی، چې الله سبحانه وتعالی په لومړي سر کې په زمانې قسم خوړلی دی‌او هغه ځکه چې خوښي او غم، روغتيا او ناروغي، مالداري او غريبي، عزت او خواري دا ټول په زمانې پورې تړلي دي او ځکه چې همدا عصر په کال، مياشت، ورځ، ساعت، دقيقه او ثانيه باندې ويشل شوی دی.

★ عمروبن عاص رضي الله عنه مخکې له دې چې اسلام راوړي، د مشرکانو په نمايندګۍ مسليمه کذاب ته ورغی؛ مسليمه ورڅخه وپوښتل: چې ستاسو په ملګري باندې نور څۀ څۀ نازل شوي دي!؟

عمرو وويل پۀ هغۀ يؤ ډېر وړوکی خو د مفهوم څخه ډک سورت نازل شوی دی.

مسليمه وويل: کوم سورت؟ عمرو ورته د عصر سورت تلاوت کړ.
*مسليمه ډېر پۀ فکر کې ولوېد، بيايې سر جيګ کړ او وېې ويل، چې پۀ ما هم نازل شوی.

عمرو وويل کؤلی شې راته وې لؤلې؟ مسليمه په ويلو شروع وکړ:

“یا وبر، یا وبر، و انما انت‌ اذنان‌ و صدر وسائرک‌ حفر نقر”

(ای وبر، ای وبر، تۀ بې له دوه غؤږو او يوې سينې نور څۀ نۀ يې، ځکه ټول اندامونه دې ټيټ او جيګ دي)

او بيا يې مخ عمرو ته واړاوو او وې ويل: چې تۀ پر ما د دې نازل شوي سورت په اړه څۀ نظر لرې؟

★ عمروبن عاص رضی الله عنه ورته وويل: چې پۀ الله مې دې‌قسم وي، چې تۀ پۀ دې ښۀ پوهېږې چې زۀ پۀ تا پوه يم چې تۀ يؤ دروغجن يې.

★ ابن کثير وايي: مسليمه کذاب غوښتل پۀ دې دروغو د قران سره مخالفت وکړي، پۀ داسې حال کې چې يؤ بت پرست ته يې قناعت ورنشو کړای.

★ له عبدالله ابن حفص رض څخه روايت دی: هرکله به چې دوه تنه د اصحابو سره يؤ ځای کېدل، تر هغو لۀ يؤ بل نه نۀ تلل ترڅو به چې يؤ لۀ هغو پۀ بل باندې سورت عصر تلاوت کړی نۀ وو، او بيا به يې يؤ پر بل سلام وايۀ او بيا به بېلېدل.

★ امام شافعي رحمه الله فرمايي: کۀ چېرې ټول خلک پدې سورت کې دقيق فکر وکړي، نو ټول سورتونه پۀ همدې کې رانغښتي دي؛ او همدارنګه فرمايي: کۀ بغير لۀ دې سورت نه بل هېڅ سورت نۀ وو نازل شوی، نو همدا سورت کافي وو، ځکه چې ټول قرآني علوم پۀ همدې سورت کې نغښتي دي.

★ ﴿وَٱلۡعَصۡرِ١﴾:

قسم دې وي پۀ عصر يا زمانه
الله سبحانه وتعالی دلته پۀ زمانې قسم خوري، ځکه چې پۀ همدې زمانه کې د شپې او ورځې، رڼا او تيارې تغير راځي، او د ژؤند مصلحتونه او لاسته راوړنې پۀ همدې زمانې پورې اړه لري، بېدون لۀ شکه چې دا هرڅۀ د زمانې د پيداکوونکي سبحانه وتعالی پر شتوالي او د هغۀ پر وحدانيت دلالت کوي.

نو د الله سبحانه وتعالی قسم خؤړل پۀ زمانه باندې، د هغې د شرف او اهمیت ښکارندويي کوي، له دې امله پۀ حديث شريف کې راځي:

✧ «لاتسبو الدهر، فإن‌ الله‌ هو الدهر»

ژباړه: عصر يا زمانې ته ښکنځل مۀ کوئ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی د(زمانې) پيداکوونکی دی.

★ اما د مقاتل پۀ قول: د عصر څخه موخه د مازديګر لمونځ دی، لۀ دې وجې ځينې علما (صلات الوسطی) د مازديګر لمونځ بولي. نو د دې قسم تفسير دې ته چې ژؤند ډېر لنډ دی لکه د مازديګر او د ماښام د لمانځۀ ترمنځ وخت، نو انسان بايد پۀ حلاله روزي کې ځان بوخت کړي او لۀ حرامو ځان وساتي، اما ابن کثير لومړي تفسير ته ترجېع ورکړې.

★ ﴿إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَفِي خُسۡرٍ﴾:

د مخکيني آيت د قسم ځواب دا دی: چې پۀ رښتيا هم انسان پۀ خسر (زيان، تاوان، د مال لۀ منځه تلل) کې دی.

يعنې هر هغه انسان چې پۀ سوداګري او دنياوي کارونو کې خپل قېمتي عمر تېروي، پۀ تاوان، د حق لۀ لارې ورکؤل او د تباهي حالت کې قرار لري، او لۀ دې خبرې څخه هېڅوک نۀ دي مستثنا، مګر هغه کسان چې پۀ لاندې ايت کې يې يادؤنه شوې:

★ ﴿إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡحَقِّ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ﴾:

مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک اعمال تر سره کوي.

هغه مومنې ښځې او سړيان چې پۀ الله ج يې ايمان راوړی او نېک اعمال کوي، پۀ ګټه کې دي نۀ پۀ تاوان کې، ځکه چې د ژؤند کارونو هغوی نۀ دي مصروفه کړي بلکې د آخرت لپاره کار کوي.

★ (او) مګر هغه کسان چې يؤ بل ته د حق د لارې توصيه کوي.

هغه حق چې د هغې لپاره ولاړېدل وياړ او د ارزښت وړ دی چې عبارت دی لۀ:

پۀ الله سبحانه وتعالی او د هغۀ پۀ يؤوالي ايمان او د هر هغۀ کار ترسره کؤل چې الله ج يې امر کړی، او لۀ هغو کارونو ځان ساتل کوم چې الله ج منع کړي دي.

★ (او) مګر هغه کسان چې يؤ بل ته د صبر توصيه کوي.

د الله سبحانه وتعالی د منعه کړل شويو کارونو څخه ځان ساتلو، د فرايضو پۀ ترسره کؤلو او پۀ غمونو باندې صبر کؤل.

نو صبر يؤ لۀ بهترينو خاصيتو د انسان څخه ده، چې مومنان يې بايد يؤ او بل ته توصيه وکړي، او صبر نظر نورو خاصيتو ته ښۀ خاصيت او درج يې لؤړه ده، او همدارنګه ډېری حق ويونکي مومنان د دښمني سره مخامخ کېږي نو بايد صبر ډېر ولري.

امام رازي رح وايي: دا مبارک ايت پۀ دې دلالت کوي چې حق يؤ دروند امر دی چې د غمونو او سختيو سره مل دی نو ځکه الله ج مومنانو ته د صبر توصيه کړې ده.

★ نو ځکه دا مبارک سورت د کاميابي او ژغورنې لار پۀ څلورو شيانو کې خلاصه کړې ده: ايمان، نېک کارونه، پۀ حق باندې توصيه او پۀ صبر باندې توصيه کؤل، اما لۀ بده مرغه چپۀ دې وخت کې ډېريو مسلمانانو دوه اخرني خويونه پريښي او پۀ دوه لومړنيو کې هم ناغېړي کوي.

👈 قدرمنو دوستانو!

هیله ده د تفسیر دا سلسله ولولئ او له خپلو دوستانو سره مو شریکه کړئ، او د خپل ځان او ټولنې د اصلاح لپاره  کوښښ وکړئ، ترڅو د دنیا او اخرت کامیابي ترلاسه کړئ.

جزاکم الله خیرا!

لیکنه: استاد احمد (عارفي)

ژباړه: احسان الله (الموسوي)

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

6 + شانزده =